د ورکو شوو تذکرو د پیدا کېدو خبرتیاد پکتیکا ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست اړوند د برېښنايي تذکرو د معلوماتي ټکنالوژۍ مدیریت ته پنځه ورکې شوې تذکرې سپارل شوې دي.
که څوک د دغو تذکرو له خاوندانو څخه کوم یو پېژني، هیله ده د انساني همدردۍ له مخې یې خبر کړي، ترڅو د پکتیکا ولایت د برېښنايي تذکرو مدیریت لومړي مرکز ته مراجعه وکړي او خپله تذکره ترلاسه کړي.
یادونه: مهرباني وکړئ دا خبرتیا شریکه کړئ، ترڅو اړوند کسان پرې خبر شي.