مل اعلانات
۱۴ تله ۱۴۰۵
د داوطلبۍ د بلنې خبرتیا
موضوع:د سمنګان ولایت په ایبک ښار، خراسان کارته کې پانګونې ته د ورکړې په موخه د یو امارتي جایداد د داوطلبۍ.
د مالیې وزارت د امارتي املاکو لوی ریاست غواړي د سمنګان ولایت په ایبک ښار، خراسان کارته کې د الحرمین سوداګریز مرکز په نوم یو امارتي جایداد چې مساحت یې (۱۰۰۱) یو زر یو متر مربع دی، د پانګونې په موخه د ازادې داوطلبۍ له لارې اعلان ته وسپاري، د یاد جایداد جي، پي، ایس کورډینات (طول البلد ـ ۶۸.۰۱۰۴۱۹) او (عرض البلد ـ ۳۶.۲۶۷۸۶۷) دي، له یو ځمکتل سره په لس (۱+۹) پوړونو کې جوړېږي، ټول هغه شرکتونه یا افراد چې غواړي پر یاد امارتي جایداد پانګونه وکړي، کولای شي خپل غوښتنلیکونه د اعلان له خپرېدو څخه وروسته د شلو (۲۰) ورځو په موده کې د مالیې وزارت د امارتي املاکو لوی ریاست یا د سمنګان ولایت مستوفیت ته وسپاري او شرطپاڼه ترلاسه کړي، اخرخلاصونه د مالیې وزارت خېبر د غونډو په تالار کې د اعلان د ختمېدو تر نېټې یوه ورځ وروسته په ۱۴۰۵/۸/۴ هـ ش نېټه ترسره کېږي.
د اعلان د خپرېدو نېټه: ۱۴۰۵/۷/۱۳ هـ ش
د اعلان د ختمېدو نېټه: ۱۴۰۵/۸/۳ هـ ش
د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۹۲۴۱۶۴
دشرطپاڼې دترلاسه کولو پتي:
دامارتي املاکو لوی ریاست،سینما پامیر،۱۴ پوړیزه ودانۍ،څلورم پوړ،دپلان او پانګونې آمریت اودسمنګان مستوفیت.
#افغان_اعلانات
#داوطلبۍ _ته #دبلنې #خبرتیا
━━━━━━━━━━━━━
مل اعلانات — ستاسو د کار اعلان؛ چټک، مؤثر او باوري
malelanat.com
Instagram: #MalElanat
مل اعلانات — ستاسو اعلان، زموږ خدمت