https://online.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
IMG-20260930-WA0000(1)
د میوند تدریسي روغتون د درملو قرارداد
تړونى کاپي کاپي شو
مل اعلانات
۱۴ تله ۱۴۰۵
د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا
موضوع: د میوند تدریسي روغتون د اړتیا وړ درملو د پروژې د قرارداد د عقد خبرتیا، د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره
د ټولو داوطلبانو د خبرتیا لپاره، د میوند تدریسي روغتون ریاست په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د میوند تدریسي روغتون د اړتیا وړ درملو پروژه له اقصی عثماني سوداګریز شرکت سره، چې د جواز شمېره یې (۹۰۹۸۰) او پته یې پروان هوټل، کابل مرکز، کابل ده، د (۳,۴۳۹,۰۸۰) درې میلیونه، څلور سوه او نهه دېرش زره او اتیا افغانیو په مجموعي بیه قرارداد کړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض له دلایلو سره یوځای، د اعلان له خپرېدو څخه تر پنځو تقویمي ورځو پورې په لیکلي ډول د میوند تدریسي روغتون ریاست ته، چې د پامیر سینما، میوند سړک کې موقعیت لري، وړاندې کړي.
یادونه: دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده او تر هغه چې پورته ټاکل شوې موده بشپړه او نورې قانوني مرحلې طی نه شي، قرارداد به نه منعقدېږي.
#افغان_اعلانات
━━━━━━━━━━━━━
مل اعلانات — ستاسو د کار اعلان؛ چټک، مؤثر او باوري
malelanat.com
Instagram: #MalElanat
مل اعلانات — ستاسو اعلان، زموږ خدمت