د_داوطلبۍ_خبرتیا
افغاني_سره_میاشت غواړي؛ څو د #کابل_ښار په پنځمه ناحیه کې د امیري او آریانا روغتونونو تر شا ۶۵۹۰ متر مربع #ځمکه د ۱۵ کلونو پانګونې په موخه د پروپوزل پرانیستلو او پر کرایه د مزایدې ترسره کولو په بڼه داوطلبۍ ته وړاندې کړي.
ټول هغه #شرکتونه، چې غواړي پر یاده ځمکه #پانګونه وکړي؛ کولی شي خپل وړاندیزونه د افغاني سرې میاشتې اړوند د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته وسپاري او خپله د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې ۲۱ ورځې وروسته د داوطلبۍ غونډې ته مراجعه وکړي، د ګډون حق ۱۰۰۰ افغانۍ دي او نغدې اخیستل کېږي.
پته: کابل، پنځمه ناحیه، افشار سیلو، د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر